د ناروې په ناسته کې د نړۍ والو غوښتنې

نړۍ واله ټولنه وايي له افغانستان سره خپلې مرستې د بشري حقونو په رعایت پورې تړلې دي.

فرانس پرېس آژانس خبر ورکړی چې د ناروې غونډه د افغانستان لپاره ګټوره وه او په هغه کې نړۍ والې ټولنې خپلې غوښتنې شريکې کړې.

د سرچینې په خبره د ایټالیا، جرمني، فرانسې، اروپايي ټولنې، ناروې، امریکا، ملګرو ملتونو او د ځینو نورو بنسټونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و او له په افغانستان کې نوي حکومت څخه یې د بشري حقونو رعایت غوښتی دی.

په راپور کې راغلي نړۍ والې ټولنې خپلې مرستې له افغانستان سره په دې محدودې کړې چې بشري حقونه دې رعایت شي، د زده کړو دوام دې تضمین شي او دغه هېواد دې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

په ورته وخت کې افغان لوري بیا دا مذاکرات ګټور بللي او وایي دا د افغانستان لپاره لاس ته راوړنه وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button