برېښنا شرکت د نويو پروژو خبر ورکړی

برېښنا شرکت وايي له ترکمنستان سره د نويو پروژو په خاطر ناسته کوي.

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو ويلي چې د برېښنا رسونې د نویو پروژو په تړاو د برېښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت له پلاوي سره درې ورځنۍ ناسته پیل شوې ده.

د برېښنا ریاست په وينا، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یو پلاوی د برېښنا رسونې د نویو پروژو په ځانګړي ډول د نورالجهاد سب سټېشن او ټاپي پروژې د حقوقي او تخنیکي چارو د چټکتيا په موخه پلازمېنه کابل ته راغلی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د انرژي د نړۍ والو پروژو مشر مراد ارتیکوف ټینګار کړی چې له برېښنا شرکت سره په همغږۍ به د نورالجهاد سب سټېشن، ټاپي او له اندخوی تر کابل د انتقالي مزي چارې هم پرمخ یوسي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button