يونيسف: افغان ماشومانو له خوارځواکۍ سره مخ دي

یونیسف وايي که بيړني اقدامات ونه شي نو شاوخوا يو ميليون افغان ماشومان به له خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو صندوق ادارې یا یونیسف ویلي؛ که چېرې په افغانستان کې بېړني اقدامات ونه‌ شي نو ښايي تر میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د دې ادارې د اړيکو مسؤل پراوران مهات په کابل ښار کې له اندراګاندي روغتون څخه د لیدنې پرمهال د ماشومانو وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

نوموړي له خپلو مرستندويانو غوښتي چې په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ وکړي، ځکه د دوی مرستې ته اړتیا لري.

هغه همداراز د د يونيسف په ټويټر پاڼه کې په خپره شوو ويډيوګانو کې له نړۍ والو غوښتي چې د افغان ماشومانو په اړه جدي اقدامات وکړي.

د يادونې ده چې يونيسف تر دې وړاندې هم د افغان ماشومانو د خراب وضعیت په خاطر پر نړۍ والو غږ کړی و، چې د دوی لاسنيوی وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button