روسيې ته د بايډن تازه خبرداری

امریکا ولسمشر جوبایډن روسیې ته ګواښ کړی دی چې پر اوکراین د برید په صورت کې دې خطرناک ناورین ته منتظر اوسي.

بایډن د ولسمشر په توګه خپل لومړني کلني کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، دوی سره شواهد شته چې روسیه غواړي پر اوکراین برید وکړي خو خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرته روسیه دا کار وکړي نو له ډېرو بدو پایلو سره به مخ شي.

نوموړي په ډېره تونده لهجه ويلي چې که چېرته روسیه پر اوکراین د بريد تېروتنه وکړي نو د دوی د سختو اقتصادي فشارونو له وجې به یې ساه ووځي.

د یادونې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم ویلي وو، دوی ډاډه دي چې روسیه پر اوکراین د برید پلان لري.

روسیې تر دې‌ دمه پر اوکراین د برید د پلان په هکله د امریکایي چارواکو دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button