
د افغانستان بانک سره د نغدو پيسو مرسته
افغانستان بانک وايي ۳۲ ميليونه امريکايي ډالر مو ترلاسه کړل.
د افغانستان بانک نن راپور ورکړی دی چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته را رسېدلې ده.
د یاد بانک په وينا، د هېواد د بانکي نظام څارونکو او مرکزي بانک له کابل هوایي ډګره تر افغانستان نړیوال بانک پورې د یادو نغدو پیسو د لېږد چارې ترسره کړې دي.
د افغانستان بانک همداراز وايي دا پیسې به په هېواد کې د اقتصادي ستونزو کموالي او د افغانۍ ثبات سره د پام وړ مرسته وکړي.
د یادونې ده چې دا مرسته د نړۍ والې ټولنې له لوري د ملګرو ملتونو په ملاتړ افغانستان ته استول شوې ده.