پنټاګون: د‌ افغانستان الوتکې نه ورکوو

د امريکا دفاع وزارت وايي د افغانستان شمال ګاونډیو ته د افغان پوځ انتقال شوې الوتکې طالب حکومت ته نه ورکوي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان پوځ د الوتکو په اړه تراوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې خو ټاکل شوې چې دغه الوتکې افغان لوري ته ور نه کړل شي.

پنټاګون زياتوي دوی له پخواني پوځ سره پراخې مرستې کړې دي او داسې کومه نښه نښانه نشته چې دا مرستې دې له افغانستان سره په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه وشي نو له همدې امله ټاکل شوې چې ددغه الوتکو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي او هغه له افغانستان راوګرځول شي.

د طالب حکومت په راتګ سره د افغانستان ګڼې الوتکې د پخواني پوځ له لوري شمالي ګاونډیو تاجکستان او ازبکستان ته انتقال شوې دي، چې تر دې تراوسه په یادو هېوادونو کې دي.

څه موده وړاندې د طالب حکومت د دفاع وزارت ددغه الوتکو د بېرته رالېږلو غوښتنه کړې وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button