په افغان خاوره د پاکستاني پوليسو راکټي بريدونه

پاکستان يو ځل بيا پر کونړ ولایت د راکټونو بریدونه پيل کړي.

پاکستاني ځواکونو له پرون راهیسې يو وار بيا د کونړ ولایت په بېلابېلو سيمو ۲۱ راکټي بريدونه کړي، چې له امله يې د يادې سيمو خلک سخت اندېښمن کړي دي.

طالب حکومت تراوسه پورې د پاکستاني ځواکونو د دا ډول کړنو پر خلاف کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان د ټولو نړۍ والو اصولو او قوانینو خلاف پر افغان خاوره برید کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته بریدونه کړي، چې د ميشتو سيمو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button