روسيه: په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي يو

روسیه وایي د تاوتریخوالي او جګړو پر مټ افغانستان ته دایمي ثبات او امن نه شي راتلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان او سیمه کې د جګړو د دوام ملاتړي نه دي. د نوموړې په خبره په افغانستان کې د جګړو او قومي جنجالونو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ټولې سیمې ثبات له خطر سره مخ کوي.

زخارووا د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې روسیه په پنجشیر کې د مقاومت له جبهې سره د وسلو مرسته کوي.

د نوموړې په وینا دا خبرونه جعلي دي او روسیې هېڅ وخت په افغانستان کې ښکېلو لورو ته وسلې نه دي ورکړي او نه به داسې یوه اقدام ته لاس پورې کړي.

نوموړې همداراز ویلي په افغانستان کې د دایمي ثبات له راتګ سره هر ډول مرستو ته چمتو دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button