پاکستان پرېکړه کړې چې شتمنو کډوالو ته تابعیت ورکړي

پاکستان پرېکړه کړې چې شتمنو کډوالو ته تابعیت ورکړې.

د پاکستان هېواد مرکزي حکومت پرېکړه کړې چې هغو شتمنو بهرنیانو ته د پاکستان تابعیت ورکوي چې په پاکستان کې خپله شتمني په کار واچوي، په دغو بهرنیانو کې د چین او افغانستان اوسیدونکي په ځانګړي ډول شامل دي.

د پاکستان مرکزي حکومت په داسې وخت کې چې له اقتصادي بحران سره مخ دی، د خپلې نوې پالیسۍ له مخې په پاکستان کې مېشتو هغو بهرنیو ته د پاکستاني تابعیت ورکولو پرېکړه کړې ده چې ډېره شتمني لري او غواړي په دې هېواد کې خپلې پیسې ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته اکثره لوی سوداګر او شتمن افغانان هڅه کوي چې له هېواده ووځي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button