حامد کرزی: افغانستان هېڅ بهرني کاري ځواک ته اړتیا نه لري

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان په کافي اندازه مجرب او په کار پوه داسې بشري قوه لري چې په کور دننه او بهر یې په بېلابېلو برخو کې لوړې زده کړې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې افغانستان هیڅ بهرني کاري ځواک ته اړتیا نه لري او د ښځو په ګډون داسې کاري قوه لري چې په سیمه ییزه کچه نوم لري.

حامد‌ کرزي همداراز د هېواد له اوسني نظام څخه غوښتنه کړې ده چې ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو ترڅنګ هغوی ته هم هېواد ته بېرته د راتګ زمینه برابره کړي چې په دې وروستیو کې بهر ته وتلي دي.

د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان په وروستیو څرګندونو کې خپلو ادارو ته لارښوونه کړې وه چې له ملګرو هېوادونو سره په همغږۍ افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره دغه هېواد ته د بشري ځواک ولېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button