عمران خان: افغانستان ته مسکلي ځواک لېږو
د پاکستان لومړی وزیر ويلي افغانستان ته مسلکي بشري ځواک لېږي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د کاري ځواک له کمښت سره مخ دی نو دوی به له دغه هېواد سره د مرستې لپاره په بېلو برخو کې خپل کسان استوي.
عمران خان ویلي چې افغانستان دا مهال په مالي، ټیکنالوژيکي او نورو برخو کې د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دی. هغه همدا راز ویلي چې د روغتیا، تخنیک او رسنیو برخه کې هم له افغانستان سره همکاري کوي.
عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان لوري تر دې دمه له هېڅ هېواد په رسمي توګه د کار کوونکو د رالېږلو غوښتنه نه ده کړې، خو په کور دننه او بهر ټولنیزو رسنیو کې د عمران په تازه خبرو سختې نيوکې کېږي او کاروونکي يې وایي چې پاکستان په دې توګه دلته د نفوذ پراخولو په لټه کې دی.