داسې پیلوټان هم شته

داسې پيلوټان هم شته چې په پټو سترګو الوتکه ځغلوي
په ۱۹۸۵ زېږدي کال کې د شوروي اتحاد کې له يکاټېرينبورګ څخه د چيچنيا ګروزنې ته مساپر وړونکې Aeroflot Flight 6502 الوتکه روانه وه په هوا کې يې پيلوټ له مرستيال پيلوټ سره شرط وتاړه چې په پټو سترګو به يې د‌هوايي ډګر په ځغاستليکه(رنوې) کېنوي، کله يې چې هوايي ډګر ته راښکته کوله مخامخ او د څنګ ښيښې يې کلکې وپوښلې. د ځمکې ۶۰ متري ته چې الوتکه راورسېده سرعت يې کنترول نشو کړای او ۲۸۰ کيلومتره په ساعت کې رفتار سره په ځمکه ولګېده په ۹۴ سپرليو کې ۷۰ ووژل شول او ۲۴ ژوندي بچ شول پيلوټ هم په لومړيو کې بچ و او د زخميانو او مړو په انتقال کې يې مرسته کوله خو روغتون ته پر لاره د زړه حمله پرې راغله او مړ شو، مرستيال پيلوټ په ۱۵ کاله بند‌محکوم شو.

نوراحمدعایل

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button