د پيسو کمښت له وجې افغانان له خپګان سره مخ دي
د سره صليب نړۍ واله کميټه وايي د پيسو کمښت د افغان کورنيو ژوند له خپګان سره مخ کړی.
د سره صلیب نړیواله کمېټې په تازه څرګندونو کې ويلي، په افغانستان کې په بې مخنینې ډول سوالګر زیاتیږي، خلک خپل توکي پلوري او د ډېری کسانو تنخواوې له اوږدې مودې نه دي ورکړل شوي، چې دا هرڅه خواشینونکې ده.
یاده کمېټه زياتوي چې، د نغدو پیسو کمښت، د افغان کورنیو د ژور درد لامل شوی دی او په هره کورنۍ فشار مخ پر زیاتېدو دی.
همداراز يادې کميټې ويلي د هغو کسانو شمیر په بې کچې ډول مخ پر زیاتېدو دی، چې په لارو کوڅو کې سوال کوي.
د سره صلیب په دغه بیانیه کې، چې افغانستان کې وضعیت خواشینونکی او د اندېښنې وړ ښودل شوی، د ګڼو نړیوالو بنسټونو دریځ ته ورته ده، چې د افغانستان د روان وضعیت په تړاو څرګندونې کوي.
پر کور دننه او بهر بیا ټېنګار دا دی، که امریکا د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده او بندیزونه لري کړي، نو وضعیت ښه کیدای شي.