طالبان: د افغانستان الوتکې دې بیرته افغانستان ته وسپارل شي
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له هغو هېوادونو چې د افغانستان هليکوپټرې ساتلي غوښتي چې يادې هيلکوپټرې افغانستان ته وسپاري٠
محمدیعقوب مجاهد په کابل کې د هيکوپټرو د پرېډ مراسمو کې ويلي دی موږ په درناوي له هغو هېوادونو څخه چې د افغانستان چورلکې او پوځي الوتکې له ځان سره لري، غوښتنه کوو چې افغانستان ته د هوايي ځواکونو د الوتکو د راستنېدو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، او موږ ته خپلې الوتکې او چورلکې بې له کوم خنډ څخه وسپاري.
د طالبانو د دفاع وزارت د بيان له مخې نوموړي افغانستان ته د یو شمېر افغان پیلوټانو او تخنیکي انجینرانو له بيرته راتګ نه مننه کړې،
محمد یعقوب مجاهد وایي چې افغانستان به ډېر ژر يو پياوړي هوايي ځواک ولري.
د طالبانو د هوايي ځواک قوماندان مولوي امان الدين منصور يادو مراسمو ته ويلي چې اوس مهال د افغانستان د ٢٨٩ پوځي الوتکو څخه ٥٠ يې الوتنې ته چمتو دي، او پاتې نورو الوتکو د ترمیم چارې روانې دي