لوګر کې د ښوونځيو له زده کونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه
د لوګر د څرخ ولسوالۍ د ښوونځيو له زده کونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه
د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ د نجونو او هلکانو د ٣٠ ښوونځيو له ٧٧١٥ زده کوونکو سره د اړتيا وړ درسي توکو مرسته وشوه.
له زده کوونکو سره دغه مرسته د پوهنې رياست په غوښتنه د يونيسف او آى، آر، سي موسسو له خوا شوې ده.
په ياده مرسته کې د کتابونو بيکونه،کتابچې، پنسلونه،رنګې،پنسل تراشونه، پنسل پاکونه، د ليکنې وړې تختې، د اوبو پتکونه او ماسکونه شامل دي. چې هر زده کوونکي ته د کتابونو يو بيک، ٧ کتابچې، ، ٦ پنسلونه،٣پنسل پاکونه، ٣ پنسل تراشونه، د ليکنې يوه تخته، ٢ قوطي رنګې د اوبو يو پتک او ١٢ ماسکونه ور کړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم نوموړو موسسو د لوګر مرکز پل علم او محمدآغې ولسوالۍ د ١٠٠ ښوونځيو له ١١٢٩ ښوونکو او ٥٠ زرو زده کونکو سره د درسي توکو مرسته کړې وه.