د خدای بښلي وطندوست ژوندته لنډه کتنه
د خدای بښلي وطندوست ژوند.
د ۲۰۱۸کال دجنورۍ په اتمه نیټه د پښتونخوا په مرکز پيښور کې دبی بي سي راډيو دپښتو پروګرام (دنوي کور اونوي ژوند) د ډرامې مرکزي کرکټر ناظر چې اصلي نوم یې مهر علي وطندوست ؤ له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
وطندوست شاوخوا شل کاله دپښتونخوا په مرکز پيښور کې اوسیده. دی دپښتو ژبې تکړه او نوموتی شاعر هم ؤ چې د ده شعرونه د پښتو هنرمندانو استاد خیال محمد، استاد شاولي میرمن نغمې او ډېرو نورو هنرمندانو هم ویلي دي.
مهـرعلي وطندوست چې اصلي نوم يې مهرعلي ؤ، نږدې ۶۵ کاله مخکې ۱۹۵۲ میلادي کال کې د کابل په بتخاک کې زېږیدلی ؤ. خو پلرنی ټاټوبی یې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ وه.
وطندوست تر ۷ کلنې پورې په کابل کې ژوند کاوو اولومړنى ښوونځى يې همدلته ولوسته. وروسته یې ننګرهار ته کډه وکړه او د مکتب دوره یې په ننګرهار لېسه کې پاى ته ورسوله. خدای بښلي وطندوست د لېسې تر پای ته رسولو وروسته دهمدې ولايت د اطلاعاتواوکلتور په مديريت کې مقرر شو.
په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو په راتګ سره د وطندوست په ژوند کې هم بدلون راغی او له افغانستانه ووت. په پيښور کې یې یو بل ژوند پیل کړ او شاوخوا شل کاله هلته ؤ اوسېده. په ۱۹۹۴ م کال کې یې په پېښور کې د بي بي سي په تعلیمي پروژو کې کار پیل کړ او د نوي کور نوي ژوند د ډرامې د ناظر کرکټر یې لوباوه. دا کرکټر د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې مشهور و او ګڼ مینه وال یې لرل. د اروا ښاد د جنازې لمونځ دننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په دامان سيمه کې ادا او په همدې سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.
اروا یې ښاده.