پاکستاني رسنۍ: پاکستان له افغانستان سره مذاکرات کوي
پاکستان وايي له نوي حکومت سره د مذاکراتو لپاره یو پلاوی کابل ته استوي. د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د ځینو مهمو مسایلو پر سر د خبرو لپاره ددغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ یو پلاوی کابل ته واستوي.
د پاکستاني حکومت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د موید یوسف په مشرۍ دغه پلاوی به په کابل کې له افغان لوري سره وګوري او پر مهمو مسایلو به خبرې وکړي. ددې پلاوي د نورو غړو په اړه څه نه دي ویل شوي خو زیاتوي چې دغه سفر به په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.
بلخوا بيا پاکستاني رسنۍ ويلي چې سفر د جنورۍ په ۱۷مه او اتلسمه ترسره کېږي. رسنيو دا هم ويلي چې د بحث مهمه موضوع به پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرول وي، هغه څه چې د افغانستان نوی حکومت یې مخالفت کوي.
طالب حکومت بیا وايي چې دغه سیم پر افغان خاوره تېر شوی دی او خپلو امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې د پاکستان د اقداماتو پر وړاندې جدي غبرګون ښکاره کړي.