د میرګي په ناروغ چې کله حمله راشي بايد څه ورسره وشي؟

میرګي په ناروغ چې کله حمله راشي بايد څه ورسره وشي؟
که په خطر کې (مثلاً د سړک په غاړه يا په کور کې تنور ته نېږدې) نه وي مه يي ښوروئ
که په ځمکه يي سر اېښی وي تر سر يي يو نرم ښی لکه بالښت ور لاندې کړئ.
که یې سختې او تنګې جامې په تن وي هغه سستې کړئ او تڼۍ یې ورخلاصې کړئ.
د ناروغ په خوله کې هیڅ شئ مه وراچوئ.
که حمله له پنځو دقیقو څخه زیاته شوه نو سمدلاسه یې روغتون ته ورسوئ.
څه وخت چې د ميرګي حمله و دريږي نو ناروغ په څنګ څملوئ تر څو ستونې ته يې څه لاړ نشي.
هملته ورسره پاتې شئ او په ډيره نرمۍ او ارامۍ ورسره خبري وکړئ.
د حملې د پيل او پای وخت په ياد وساتئ او يا يې ولېکئ
که ناروغ ځان زخمي کړی وي او يا له حملې وروسته په تنفس کولو کې ورته مشکلات پېدا شي په بېړه يې تر روغتونه ورسوئ

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button