پنځه قوتونو د اټومي وسلو پر کمولو هوکړه کړې
د نړۍ اټومي قوتونو د اټومي وسلو پر کمولو هوکړې ته ورسېدل.
د نړۍ والو رسنيو د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو او د نړۍ اټومي قدرتونو ژمنه کړې چې اټومي وسلې به کموي، هېڅ وخت به اټومي جګړې ته زړه نه ښه کوي او له دې وسلو به د یو بل د ګواښلو لپاره کار نه اخلي.
په دغو هېوادونو کې امریکا، روسيه، چین، فرانسه او انګلستان شامل دي.
دوی دغه راز ویلي چې د هېوادونو ترمنځ به د اټومي جنجالونو د کمولو لپاره هڅه کوي او دا به خپل مسوولیت ګڼي چې نړۍ به د اټومي وسلو له خطراتو ساتي.
دوی ویلي، په یوه خوله اقرار کوي چې اټومي جګړه ګټونکی نه لري او د ټولې نړۍ د تباهۍ سبب ګرځي نو له همدې امله به دې هوکړې ته په هر اړخیزه توګه ژمن پاتې کېږي.