افغان لوبډله نيدرلنډ سره لوبو لپاره قطر ته روانه شوه

افغان کرکټ ملي لوبډله د نیدرلنډ پر وړاندې د درې يو ورځنۍ سیالیو په موخه قطر ته روانه شوه.

افغان ملي لوبډله له نيدرلنډ سره د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره قطر ته روانه شوه چې هلته به د دوه تمريناتي اونیو وروسته د د نیدرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس دغه لوبې د روانې جنوري میاشتې له ۲۱مې نېتې تر ۲۵مې نېټې د قطر د پلازمېنې دوحې په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې دوام وکړي.

کرکټ وايي افغان لوبډله له دې لوبو وروسته د زمبابوې، بنګله‌ دېش او هندوستان سره هم د لوبو سفرونه پیلوي، چې په وینا يې دغه لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپرلیګ لوبو برخه دي او د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ په موخه ترسره کېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button