پاکستان د افغان پانګوالو د جذب په لټه کې دی

پاکستان د افغان پانګه والو او سوداګرو د جذب په لټه کې دی.

د راپورونو له مخې پاکستان د تابعیت قوانین اسانه کوي او په دې توګه غواړي افغان شتمنو، میلیونرانو او سوداګرو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو زمینه برابره کړي.

نړۍ والو رسنيو ويلي چې پاکستان اوس په دې ډول غواړي د افغانانو شتمنۍ په دغه هېواد کې راټولي کړي او دغه کسان هلته پانګونې ته وهڅوي.

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د ګاونډیو تر څنګ د نړیوالو سوداګرو د جذب لپاره خپلې هڅې روانې کړي. دده په خبره دا پرېکړه به ګټوره وي خو ټينګار کوي چې ځینې غبرګونونه به هم له ځان سره ولري.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حاکم نظام له خپلو پانګه والو او شتمنو کسانو په خپله خاوره کې د پانګونې غوښتنه او تر څنګ يې د ددوی د پانګونې د ساتلو د پوره ډاډ خبره کړې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button