ملا فضل الرحمن پر پاکستاني حکومت نيوکې کړي

پاکستان کې د حکومت مخالف ګوندونو مشر ملا فضل الرحمان ويلي، چې اقتصادي وضعیت ته په کتو پاکستان حاکم حکومت سقوط ته نږدې شوی دی.

نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند جمعیت علماء اسلام شورا یوې غونډې ته ويلي، چې پاکستاني حکومت د ګاوندیو هېوادونو سره د اړېکو ښه کولو پر ځای دا اړېکې نورې هم خرابې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دحکومت تګلارو ددې هېواد د اقتصادي پرمختیا مخه نیولې ده.

ملا فضل‌الرحمان ټینګار کړی چې اوس‌ وخت کې  د پاکستان ملکي چارې د بهرنۍ اجنډا له مخې پرمخ وړل کېږي.

همداراز ويلي دي چې د پاکستان هېواد دولتي بانک د نړیوالو ادارو منګولو ته سپارل د هېواد د خپلواکۍ موضوع تر پوښتنې لاندې راوستې.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان مخالفو ګوندونو پر حکومت نیوکې کړي چې د بهرنیو هېوادونو سره یې اړېکې خرابې شوي او ددغه هېواد اقتصادي نظام یې د ورانېدو لوري ته روان کړی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button