کابل کې شراب پلورنکي نیول شوي
طالبان وایي چې په کابل کې یې شاوخوا ۳۰۰۰زره لیتره شراب او الکول نیولي
د طالبانو د سرپرست حکومت د استخباراتو لوی ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ریاست ځانګړې عملیاتي قطعې د یو لړ مؤثقو کشفي معلومات پر اساس د کابل ښار کارته چهار سیمه کې درې تنه شراب پلورونکي له شاوخوا ۳۰۰۰ زره لېتره شرابو/الکولو سره یو ځای نیول دي.
د طالبانو د استخباراتو د ریاست د مسؤلینو په وینا نیول شوي شراب له منځه وړل شوي او شراب پلورونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.