هند افغانستان ته ۵۰۰ زره ډوزه د کرونا واکسين واستوه

هند پنځه سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین نن افغانستان ته رالېږلي دي.

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي ویلي چې دغه مرسته په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون ترلاسه کړې چې وروسته به د افغانستان نورو رغتونونو ته هم ولېږدول شي.

د هغه په خبره، په را روانو څو اونیو کې به ۵ سوه زره ډوزه نور واکسین افغانستان ته ولېږدول شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې تر اوسه پورې په افغانستان کې اووه نیم میلیونه کسانو کرونا واکسین کړي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button