غني: پر نړيوالو ملګرو زما باور هېواد له سقوط سره مخ کړ

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا د پوځ له مخکیني لوی درستیز جنرال نیک کارتر سره خبرو کې ویلي چې ده وروسته تر هغه له هېواد څخه د وتلو پرېکړه وکړه، کله یې چې ساتونکو ورته وویل چې دوی نور د ده او پلازمینې کابل د ساتلو امکان نه ویني، ځکه طالبانو د خپلې ژمنې خلاف کابل ښار ته خپل وسله وال دننه کړي دي.

وروسته تر هغه چې امریکایي ځواکونو په بېړه له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه وکړه، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او په ډېر سرعت یې د کابل پر لور پرمختګ پیل کړ.

محمد اشرف غني چې د کابل د سقوط په ترڅ کې متحده عربي اماراتو ته تللی دی ويلي، دی درک کوي چې هېوادوال د هېواد د سقوط پړه پر ده اچوي خو ټینګار کوي چې د افغانستان د سقوط اصلي لامل پر نړیوالو شریکانو ځانګړې توګه پر امریکا د ده باور و.

د يادونې ده چې پخوانی ولسمشر غني د طالبانو واک ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره، د افغانستان د جمهوري نظام پر ړنګېدو غږېدلی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button