ملک سلمان: په سيمه کې د ايران چلند د اندېښنې وړ دی

سعودي عربستان په سیمه کې د ایران د چلند په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان ددغه هېواد په مشورتي شورا کې د خبرو پر مهال ویلي چې ایران له نړیوالې ټولنې سره د خپل اټومي پروګرام او توغندیو د مسئلې په برخه کې همکاري نه کوي.

ملک سلمان زياتوي چې ایران له کلونو راهیسې په ټوله سیمه کې امنیتي ګواښونه جوړ کړي دي او دا هېڅ لوري ته د منلو نه دي. هغه يو ځل بيا پر ایران غږ کړی چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او خپل چلند کې دې  بدلون راولي.

سعودي عربستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی د ایران او نړیوال ترمنځ پر اټومي پروګرام خبرې روانې دي خو داسې ښکاري چې پرمختګونه نه دي رامنځ ته شوي. عربستان بیا پر ایران د لا ډېرو فشارونو غوښتونکی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button