لوګر کې ۱۲زره ماشومانو ته د چټکو زده کړو زمینه برابره شوې

 

لوګر کې ۱۲زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې.

په لوګر کې ۱۲ زره هغو ماشومانو ته د چټکو زده کړو ۴۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي چې مخکې یې زده کړو ته لاسرسی نه درلود.

دغه ټولګي د یونیسف/UNICEF په مالي لګښت جوړ شوي چې په دې وروستیو کې ورباندې د اړتیا وړ درسي توکي هم وېشل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د چټکو زده کړو ۴۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي چې ۱۲ زره ماشومان زده کړې په کې کوي په د دغو زده کونکو نیمايي یې نجونې دي.

دا هغه ماشومان دي چې په تېر کې له زده کړې بې برخې وو، خو اوس د UNICEF نړیوالې ادارې په ملاتړ د زده کړې امکانات ورته برابر شوي دي.
دغه ټولګي د ۴۰۰ ښځینه او نارینه ښوونکو له خوا مخ ته وړل کېږي او د تدریس چارې ترسره کوي.
د لوګر د مرکز او ولسوالیو د لرې سیمو اوسېدونکي خوشحاله دي چې اولادونو ته یې د زده کړې زمینه برابره شوې ده

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button