د کابل هوايي ډګر د مدیریت چارو پر سر خبرې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ويلي چې، ښيي د کابل نړۍ وال هوایي ډګر د قطر، ترکیې او متحده عربي اماراتو له لورې په ګډه اداره شي.

د ډیلي صباح ورځپاڼې د راپور له مخې چاووش اوغلو منلي چې ترکیه او قطر د افغانستان پنځه هوایي ډګرنو د ادارې کولو په اړه له اسلامي امارت سره هوکړې ته نه دي رسیدلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې متحده عربي امارات غواړي چې ترکیه او قطر په ګډه د کابل د هوایي ډګر چارې مديريت کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو ويلي چې موږ له قطر سره هوکړې ته نږدې يو او په دوحې کې خبرو ته دوام ورکوو څو وګورو چې کوم يو شرکت سره د هوایي ډګر د عملیاتو پر سر هوکړې ته رسېږو.

بلخوا د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ويلي چې تر راروانې یوې میاشتې به پر شرایطو برابر شرکت سره د هېواد هوایي ډګرونو تړون لاسلیک کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button