د کوهستانات ولسوالۍ اوسیدونکي د لارې له خرابوالي شکایت کوي

د فاریاب ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اوسیدونکي د یاد ولایت مرکز میمنې ته د لارې د خرابوالي څخه شکایت کوي.

د کوهستانات ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، چې هر کال د ژمي په راتلو سره د یادې ولسوالۍ لاره د فاریاب له مرکز سره د واورو د اورښت له امله تر شپږو میاشتو بندېږي، هغه کسان چې عاجل کار یا ناروغ لري تر مرکز میمنې پورې پلی ځان رسوي چې دې چارې د دې ولسوالۍ اوسدونکي له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.
دوئ له حکومت څخه غواړي چې دغې ستونزې ته په وخت رسېدنه وکړي.
د کوهستانات ولسوالۍ د فاریاب له مرکز میمنې څخه ۸۰کیلو مټره لرې پرته ولسوالۍ ده

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button