برېښنا شرکت: تاجکستان هېواد سره د برېښنا قرارداد موده يو کال نور هم وغځېده
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې له تاجکستان څخه یې واردېدونکې برېښنا موده يې یو کال نوره هم وغځوله.
د یادې ادارې په خبره، له تاجکستان هېواد سره یې په تازه قرارداد کې د برېښنا موده د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه پورې غځولې ده.
د برېښنا شرکت په وينا، د ياد شرکت اجرایوي رئیس تاجکستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له برق تاجیک شرکت سره د ۲۰۲۲م کال تر پایه د برېښنا قرارداد لاسلیک کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا پرچاوي یو ځل بیا ډېره شوې ده او هېوادوال ترې شکایت کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه پوره اته ساعته هم برېښنا ته لاسرسی نه لري.