پاکستان پر کونړ بیا راکټي بريدونه پيل کړي

دوه اونۍ وشوې چې د پاکستان له لوري د کونړ ولايت په درې ولسوالیو، شلتن، سرکاڼو او دانګام راکټي بریدونه کېږي.

د کونړ ځایي سرچينې وايي  چې د شلتن ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د پاکستاني لوري د سرغړونو په صورت کې ان طالب سرحدي ځواکونه جګړې ته اړ شوي او ځای ځای یې له پاکستاني لوري سره چرکي جګړې هم کړې دي.

له بل لوري په ټولنیزو رسنیو کې یو ويډیو لاس پر لاس کېږي چې ښیي افغان لوري هم پاکستان ته د توپونو په ګوزارونو ځواب ورکړی دی.

د سیمې خلک هم ددغو نښتو او بریدونو پخلی کوي او زیاتوي چې د دوی په سیمه کې د پاکستان الوتکې هم لیدلې شوي دي.

خو تر اوسه کومې باوري سرچینې بیا دغه خبر نه ده تائید کړې.

له کونړ مخکې د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په پلوڅۍ سیمه کې هم پاکستاني پوځيان هغه وخت د طالب پوله ساتو د سخت ځواب سره مخ شول چې غوښتل یې پر ډيورنډ کرښه اغزن تا  تېر کړي.

دوه ورځې وړاندې دطالب حکومت د ملي دفاع وزارت لوی درستیز هم ننګرهار ته تللی و، څو له هغو سیمو کتنه وکړي چې پاکستاني لوري غوښتل نوي تاسیسات پکې رامنځته کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button