ذبيح الله مجاهد: مشرانو د شورا پر جوړولو کار پيل کړی

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو شورا او عامه شورا پر جوړولو کار پیل کړی دی.

نوموړي ویلي چې دوی یو شمېر دولتي تشکیلات له منځه وړي دي او غواړي چې پر ځای یې د مشرانو او عامه شوراګانې رامنځته کړي.

مجاهد زیاته کړې ده چې لغوه شوې ادارې د طالب حکومت پر اوږو بار وې او د اقتصادي بحران له امله یې د یادو ادارو تشکیلات هم له منځه وړي دي.

مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا له لوري د افغانستان د ملي شتمنۍ ازادېدو لپاره هڅې ډېرې شوې دي او ډېری کارپوهان پر دې باور دي چې که چېرته لویه جرګه جوړه او په ترڅ کې یې ټول خلک د یادو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړي نو ممکن پایلې یې مثبتې او د افغانانو په ګټه اوسي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button