د امريکا پخوانی ډيپلوماټ: د پوتين ګواښونه وېروونکي ښکاري

وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین امریکا ته د روسیې پولو ته څېرمه د پاروونکو اقداماتو له امله نظامي ګواښونه وکړل، په روسیه کې د امریکا پخواني سفیر ویلي چې د پوتین ګواښونه وېروونکي دي.

مایکل مکفال ویلي چې د پوتین له وروستیو خواشینوونکو خبرو او ګواښونو داسې ښکاري چې نور یې حوصله ختمه شوې ده او که چېرته د دواړو هېوادونو مشران په خپلو کې پر مهمو مسائلو حیاتي خبرې اترې ونه کړي نو ښایي وضعیت تر دې هم ترینګلی شي.

نوموړي ویلي چې د امریکا او روسیې ترمنځ راپورته شوې ستونزې د ټولې نړۍ پر تاوان دي او په خبره یې، ښه به وي چې دواړه خواوې خپلې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button