افغان نولس کلنې لوبډلې لومړۍ لوبه وبایلله

افغان نولس کلنې کم عمره لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د پاکستان نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې وبايلله.

د افغانستان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان نولس کلنې لوبډلې ته وبایلله.

افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په مټ ۵۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې پاکستانۍ لوبډلې یاد هدف د خپلو شپږو لوبغاړو په تاوان سره د لوبې په ۱۷م اور کې پوره کړ.

د افغان نولس کلنې کم عمره لوبډلې په ګټه نور احمد ۳، بلال سمیع ۲ او اظهار الحق نوید یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې افغان نولس کلنه کم عمره ملي لوبډله به خپله دویمه سیالي د راتلونکې شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو د نولس کلنې لوبډلې په وړاندې ترسره کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button