د لوګر محمدآغې کې د ۷۰ ښوونکو د وړتيا لوړولو روزنه روانه ده
د لوګر محمدآغې کې د ۷۰ ښوونکو د وړتيا لوړولو روزنه روانه ده
د لوګر محمدآغې کې د ۷۰ ښوونکو د وړتيا لوړولو روزنه روانه ده
د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د يو شمېر ښوونځيو د ۷۰ نارينه او ښځينه ښوونکو د وړتيا لوړونې روزنه روانه ده.
دا روزنه ۷ ورځې وړاندې د آى، آر، سي موسسې له خوا پيل شوې ده.
د دې روزنې موخه، د ښوونکو د وړتياوو لوړول دي، چې ۴۰ نارينه او ۳۰ ښځينه ښوونکې به پکې د تدريس د نویو لارو چارو مسلکي روزنه تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې هم د یو شمېر ښوونکو د وړتیا لوړولو روزنه پیل شوې وه.