امريکا د افغانستان لپاره د مرستو رسولو په موخه د اسانتياوو برابرولو په اړه غور کوي

امريکا د افغانستان لپاره د مرستو رسولو په موخه د اسانتياوو برابرولو په اړه غور کوي.

یو شمیر رسنیو د یؤ امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په راتلونکو ورځو کې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره د جواز صادرولو په اړه غور کوي.

دغه امریکایي چارواکي رسنیو ته ویلي چې یوه غونډه کې پر دې خبرې شوي چې د امریکا حکومت په دې غور کوي چې څنګه کېدای شي لږول شوي مالي محدودیتونه نرم کړل شي چې نړیـوال مرستندویه بنسټونه وکولی شي افغانستان ته بشري مرستې ورسوي.

واک ته د طالبانو په رسېدو امریکا د طالبانو پر سرپرست حکومت یو شمېر بندیزونه لږولي او د افغانستان د تېر نظام بودجه یې ګنګل کړې چې تر اوسه طالبانو په وار وار د دغې بودجې د ازادیدو غوښتنه کړې، خو امریکایي حکومت د طالبانو دا غوښتنې رد کړې دي.

پنجره ورځپاڼه

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button