افغان کرکټ بورډ ته نوي کسان معرفي شول

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف په ګډون د دغې ادارې د بورډ لپاره ۹ تنه معرفي شول چې مشرۍ به يې د بورډ عمومي رئیس پر غاړه لري.

د کرکټ بورډ د‌ معلوماتو له مخې د رئيس الوزرا د حکم پر بنسټ، میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس او د بورډ د مشر په توګه ټاکل شوی.

افغان کرکټ بورډ زياتوي چې د بورډ د مشر تر څنګ ملي سوداګر عبدالرحمن الکوزی، د کام ایر هوايي شرکت مشر زمری کامګار، ملي سوداګر عبیدالله صدرخېل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال خان جان الکوزی، د کاردان پوهنتون مشر ډاکټر خالد حاتم، د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی الله داد نوري، د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې روزونکی رئیس احمدزی او د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئيس رحمت الحق فضیل د بورډ غړي معرفي شوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button