پښې یبلې شبنم یې پر ازغو ځي وینې کېږي نه

پښې یبلې شبنم یې پر ازغو ځي وینې کېږي نه
ګل په موسکا وایي چې ژوند بې له مینې کېږي نه

غرونه غرونه ورېځې چې په یخ شمال و نه لګي
څاڅکي د باران یې پاغوندې واورینې کېږي نه

توره شپه حبشه په سپوږمۍ سپینه عربه شي
اوښکې د رنجو تورې ځلېږي سپینې کېږي نه

و به تراشې تیږې او لوحې به هم ترې جوړې شي
تیږې به وي بیا، لکه غمي زرینې کېږي نه

شنې د یو توت پاڼې دي چینجی یې خوري پسه یې خوري
یو ته شي ورېښم بل ته وړۍ ورېښمینې کېږي نه

دا د اوبو رنګ دی چې دا شنه بوټي ګلرنګه شي
چا وې چې بې رنګه وي اوبه رنګینې کېږي نه

پاس به یې آسمان ته وړې اول یې دلته وکره
دا ګلان بل ځای بې له کُرې خاورینې کېږي نه

توري د کاروان د غزل سل مچۍ د شاتو دي
روږدې په ګبین دي بې له تا ګبینې کېږي نه

پیرمحمدکاروان

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button