افغان ماشومان‌ له لوږې او خراب وضعيت سره مخ دي

د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې په افغانستان کې د ماشومانو د لوږې او ناوړه وضعيت خبرداری ورکړی.

په کابل کې د ماشومانو د خوندیتوب یا سېف ډ چېلډرن ادارې چارواکو رسنیو ته ویلي چې شاوخوا ۱۳ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې او ناوړه وضعیت سره مخ دي، چې باید وژغورل شي.

دغه اداره وایي نړیوالو ټولنو ته پکار ده چې له افغانانو سره مرسته وکړي او دلته دې د يو ستر بشري ناورین مخه ونيسي.

ياد بنسټ همداراز ويلي چې د کرونا، لوږې او ناروغیو له امله په کلینیکونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده، خو په روغتیایي مرکزونو کې دومره امکانات نه نشته، چې د خلکو ستونزي حل کړي او کارکوونکو یې له څو میاشتو راهیسې خپل معاشونه هم نه دي اخیستي.

د يادونې وړ ده چې دغه بنسټ څو ورځې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو د بد وضعيت په خاطر پر نړيوالو غږ کړی و.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button