کابل ښاريان: ډالر ټيټ شول خو لا هم د توکو بيې لوړې دي

په دې وروستیو کې چې د ډالرو ارزښت د افغانۍ پر وړاندې پورته شو نو ورسره د خوراکي او نورو توکو تر څنګ د موټرو کرایې هم په بېسارې توګه لوړې شوې دي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

کابل ښاریان وایي، سربېره پر دې چې ډالر د افغانۍ پر وړاندې راټيټ شوي، خو د خوراکي، سون او نورو توکو بیې په خپل حال دي.

د‌ ياد ښار اوسېدونکي وايي، څو ورځې وړاندې چې د ډالر لوړ شوي و، دوکاندارانو به ویل چې ډالر لوړ شوي دي ځکه د توکو بيې هم پورته شوي خو اوس چې ډالر هم راټيټ شول خو توکي لا هم په لوړ قيمت پاتې خرڅېږي.

خلک دغه راز وایي، چې په هېواد کې بايد د ډالرو د قاچاق او خپلې سرې تبادلې مخه دې باید ونيول شي.

بلخوا طالب حکومت وايي د نرخونو کنټرول په موخه يې د هېواد په ښارونو کې کسان ګمارلي چې د ټاکلو نرخونو سرغړونکي به مجازات کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button