کندهار کې د ۳۰ جوړو ډله ییز واده ترسره شو

کندهار ولایت کې د سېلاب خیریه بنسټ له لوري د ۳۰ ځوانو جوړو د واده ډله ييز‌ مراسم ترسره شول.

د ياد بنسټ مشر سیداحمد سېلاب وايي، په ټولنه کې د ودونو د مراسمو لوړ لګښتونه، ډېر ولور، بې ځایه مصارف او ورته نوره ناسم رواجونه لا هم زموږ په ټولنه کې شته دي، چې د ځوانانو ته يې ستر په ژوند کې ستره ستونزه رامنځته کړې .

د سېلاب په خبره، د ناسمو رواجونو د له منځه وړلو لپاره کوښښ کوي. ددې بنسټ له لورې د زوم هرې کورنۍ ته خوراکي او نور توکي، د زوم او ناوې مکمل لباسونه، کیک، د هر زوم لپاره د واده ډوډۍ او ډېرې نورې ډالۍهم ورکړې. سېلاب د هغو زومانو خسرګنۍ ته هم ډالۍ ورکړې، چې له خپلو زومانو څخه يې ولور نه دی اخيستی.

د يادونې وړ ده چې د سيلاب خيريه بنسټ دا لومړی ځل نه دی، چې ډله ییز ودونه کوي؛ بلکې هر کال د هغو ځوانانو د ودونو مصارف پر غاړه اخلي، چې د لګښتونو وس يې نه لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button