افغان نابینا لوبغاړي يو ځل بيا بريا خپله کړه

تېره شپه د انګلستان په پلازمېنه لندن ښار کې د ١٠٠ لامبو وهوونکو ترمنځ سيالي ترسره شوه چې له افغانستانه پکې ولي محمد نوري ګډون کړی و.

نوموړي وکولاى شول چې د لامبو وهنې په دې سيالۍ کې ٥٠ متره واټن په ٥٩ ثانيو کې ووهي او دريم ځاى خپل کړي.

ولي محمد نوري يوازنی نابينا لامبو وهونکی دی، چې د خپل مډال ترڅنګ يې يو افتخاري مډال هم ترلاسه کړ.

ولي محمد نوري تر دې وړاندې د ځغاستې په برخه کې اتلولي هم ګټلې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button