اروپايي ټولنه: ۱۵ غړي هېوادونه مو ۴۰ زره افغان کډوال مني

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې ۱۵ غړو هېوادونو يې د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هوکړه کړې ده.

د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو کمیشنرې یلوا جوهانسن دا اعلان د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې وکړ،‌ چې له مخې به یې د يادې اتحاديې ۱۵ غړي هېوادونه ۴۰ زره افغان کډوالو ته پناه ورکړي.

د فرانسې د يوې سرچينې د راپور له مخې، آلمان به ۲۵ زره، هالنډ ۳۱۵۰، هسپانیه او فرانسه هر یو به ۲ زره او پنځه سوه تنه ومني. پاتې نور هیوادونه به هم لږ شمېر کډوال ومني.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button