ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځو اوسني وضعيت ته اندېښنه لرو

ملګرو ملتونو د طالب حکومت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو یو راپور خپور خپروي. د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ادارې په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ډول ډول فشارونه مخ پر زیاتېدو دي.

سرچینه وایي چې افغان ښځې له زده کړو محرومې دي، دندو ته نه شي تللی، د سفرونو پرې بندیز دی او د حقونو پر وړاندې یې ستر ګواښونه موجود دي.

یاده اداره ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د ښځو د حقونو په هکله يوه دقیقه څېړنه کړې ده او د ملګرو ملتونو له مشر غواړي چې په دې هکله یې دریځ لا پياوړی کړي.

بل خوا بيا د افغانستان نوي حکومت له واک ته رسېدو سره سم څو ځلې ویلي چې دوی د ښځو حقونو ته درناوی لري او هڅه به کوي چې د کار او زده کړو زمینه ورته برابره کړي؛ خو داسې ښکاري چې دا خبرې يوازې ويل شوي او تراوسه يې کومه عملي جنبه نه ده خپله کړې.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button