د روغتيا نړيوال سازمان: په افغانستان کې د روغتيا پروژې دوام غواړو
د روغتیا نړیوال سازمان استازو ويلي چې په افغانستان کې د روغتیا پروژې د دوام تر څنګ د دې پروژې لپاره د روان کال تر پایه ۶۰ میلیونه ډالر او د راتلونکي کال تر نیمایي پورې يې ۱۰۰ میلیون ډالر مالي سرچینې برابرې کړې دي.
په ورته وخت کې د طالبانو ویلي چې زمونږ حکومت د روغتیا نړیوال سازمان وړاندیزونو او غوښتنو عملي کولو ته ژمن دی.د رياست الوزرا مرستيال عبدالکبير دا څرګندونې د یاد سازمان له استازي لیو ډیپني سره په لیدنه کې کړې دي. نوموړي د روغتیا پرواګرام ته د مالي امکاناتو برابرولو له کبله له یاد سازمان څخه مننه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته خلک له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي، چې تراوسه پورې يې طالب حکومت په مخنيوي کې پاتې راغلی.