د امريکا د بهرنيو چارو وزير څخه د ملالې يوسفزۍ غوښتنه

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د افغان نجونو د تعلیم هکله خبرې کړي.

تېره ورځ دو شنبه ملالې بلينکن ته ويلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د نجونو پر مخ يې ښوونځي تړل شوي دي.

نوموړې ، له ځانه سره د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو د تړلو او پر افغان نجونو يې د اغیزو په هکله د افغان ۱۵ کلنې نجلۍ ستوده فروتن يو لیک هم د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته لوستی دی.

ملاله چې د خیبر پښتونخوا د سوات سيمې اوسېدونکې ده، په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستاني طالبانو په یوه برید کې سخته ټپي شوه، چې وروسته بيا د درمنلې لپاره انګلستان ته يوړل شوه او هماغلته يې پناه واخيسته.

هغې د ښځو حقونو او زده کړې سره د مبارزې په پار په ۲۰۱۴ کې د نوبل جايزه ترلاسه کړه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button