څنګه د هاضمې د خرابوالي مخه ونیسو؟

څنګه د هاضمې د خرابوالي مخه ونیسو؟

 

۱- له اندازې زیاته خواړه خوړلو څخه ځان وژغوري. که چیرې نبوي سنت په پام کې ونیول شي او له مړیدو وړاندې خواړه خوړل بند شي نو د بدې هاضمې څخه له مخنیوی سربیره انسان له نورو بې شمیر مهلکو ناروغیو هم ژغوري.

۲- په ارامۍ سره او په خپلو ټاکلو شوو وختونو خواړه وخورئ. کوښښ وکړئ خواړه په خوله کې په ښه او مکمل ډول میده کړئ. هغه خواړه چې په مکمل ډول نه وي میده شوې هم د هاضمې د خرابوالي لامل ګرځي.

۳- زیات غوړ لروونکې خواړه مه استعمالوئ.

۴- د مصالحه لروونکي خوړو اندازه محدوده کړئ.

۵- له سرګریټ څښلو ځان لرې وساتئ.

۶- کافي او ځینې نور مشروبات په ټاکلی اندازه وڅښئ.

۷- د وزن زیاتیدو مخه ونیسئ.

۸- په ورځنۍ ډول ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۹- د ذهني ارامتیا ترلاسه کولو لپاره مختلفې طریقې وازموئ.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button