شپه

شپه

دا شپه به هم تېره شي

سخته ده که اسانه

لنډه ده که اوږده

خو سبا به شي

زه به د خپلې کوټې کړکۍ پرانیزم

له اسمانه اورېدونکې سپينې واورې به مې سوچ بدل کړي

د نري شمال زبېرګيو کې به پناه واخلم

او څو شېبې به د دغو سړکونو خاموشۍ کې تم شم

دا شپه به تېره شي

که خوب نه راتلو نو په اطاق کې به بلبونه بند کړم

او که په تیاره کې ساه نیولی شوم

نو دا خو ښار دی د رڼا د پیدا کولو هڅه به وکړم

کېدای شي څه سکون ومومم

دا شپه به تېره شي

د وخت د تېرولو اسباب ډېر لرم

په کمپيوټر کې به په ګېم باندې خپل وخت تېر کړم

د ساربان په غږ کې له سوزه ډکې سندرې هم لرم

کېدای شي هغه مې د زړه درزا غلې کړي

دا شپه به تېره شي

هغه څادر به په ځان باندې راخور کړم

چې له کلونو کلونو مې پکې ستا خوشبو ساتلې ده

له المارۍ نه به زړې کتابچې بیا راواخلم

او ستا خطونو باندې به ساعت تېر کړم

ستا یو یو یاد به ځانته په مخکې وغوړوم

ستا د لاس نښې به زړه پورې راجوختې کړم

دا شپه به تېره شي

خو سبا ورځ چې ستړی یم شوګیر وهلی یم

زه به دفتر کې کارونه څنګه کوم

سبا په پینځه ستوریز هوټل کې

د سولې نړیواله ورځ بیا لمانځل کېږي

او هغه زما د نیمګړي ګزارش لپاره کېدای شي څه په لاس راشي

ځه ته ووایه

زه اوس ستا یاد وپالم

او که دنیا وپالم

یو پلو ته يې چې دې ځان ګڼمه

او بل پلو د خلکو مړاوې مړاوې سترګې زما خواته کږې دي

دا شپه به تېره شي

خو بیا به یوه بله شپه په ما راشي

طاير ځلاند

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button