ليکوال او څېړونکی عبدالرازق پالوال ومړ

ليکوال او څېړونکی عبدالرازق پالوال ومړ

د کابل پوهنتون پخوانی استاد عبدالرازق پالوال ومړ.
ليکوال، څيړونکی او د کابل پوهنتون پخوانی استاد دوکتور عبدالرازق پالوال د ورپيښې ناروغۍ له کبله ومړ.
دوکتور عبدالرزاق پالوال په ۱۳۱۷ هجري لمريز کال په کندهار کې زېږېدلی، په کابل پوهنتون کې يې تر ليسانس کچې زدکړې کړي، ماسټري او دوکتورا يې په امریکا کې اخیستې او وروسته ډېر کلونه د کابل پوهنتون د تاريخ استاد په توګه پاتې شوی.
نوموړي په پښتو ژبه د تاريخ په برخه کې سلګونه څېړنې کړي او ګڼ اثار يې چاپ شوي.
استاد پالوال د ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د ليندۍ په ۱۵ مه د ورپيښې ناروغۍ له کبله د ۸۳ کلونو په عمر ومړ او د کندهار ولايت د مشاهير په هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button