امريکا : د افغانستان په اړه راپورونو اندېښمن کړي يو

امریکا په افغانستان کې پر هدفي بریدونو اندېښنه څرګنده کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دوی او ملګري هېوادونه یې په افغانستان کې پر وروستیو هدفي بریدونو اندېښنه لري.

سرچینه زیاتوي؛ په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د نړیوالو څارونکو بنسټونو راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي او طالب حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې پر خپلو کړو ژمنه عمل وکړي.

ياده اعلامیه د امريکا، کاناډا، برېټانیا، اروپايي ټولنې، جاپان، جرمني، پرتګال، پولنډ، بلجیم، استرالیا، هسپانیا، هالنډ او يو شمېر نورو هېوادونو له خوا په ګډه خپره شوې، دوی په افغانستان کې ددې غوښتونکي دي چې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وشي.

طالب حکومت تراوسه ددې اعلاميې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button